ستا محبت کښې شوم رسوا جانانه
نور به زه نه درځم په خوا جانانه

داسې رنځور شوم چې علاج مې نشته
ته مې طبيب شه ،ته دوا جانانه

 
زړګى مې وچادو  ټوټې  ټوتې  شو
چې شوې رقيب سره پخلا جانانه

په ميخانه کښې جام په سر اړوم
ستاله ديدن شوم بېنوا جانانه

درقيب مخکښې چې پيغور دې راکړو
زړه مې ټوټې ټوټې شو بيا جانانه

چې دکاکړ جنازه ګورته يوسي
بيا به مدام کوې ژړا جانانه