زه دې کـــــــړم رســــــوا، چې رانــــــه لاړلـــــې
ژونـــــــدمې شو فنــــــا، چې را نــــــه لاړلــــې

مــــــا وې ،شي خــــوږه به مو د ژوند کيسه
آه څـــــه شــــــو له وفـــــــا چــې را نـــــــه لاړلې

مينـــــــه کښې ستي شوم، خداى ليدلى يم
مه کــــوه دعــــــــا، چـــــــې را نـــــــه لاړلـــــــــې

تــــــا، چـــــې لـــه مخ شنه خالونه ليرې کړل
شــــــو کاکړ تبـــــاه ،چـــې را نه لاړلـــې