له مړوسترګودې مړه مړه راته ګوري انځورونه
دزړه په پرهرونوکې مې ښوري انځورونه

دسپین مخ له سپوږمۍ سره دي ښه په کمال جوړدي
دزنې شنه خالونه لکه ستوري انځورونه

خولې دباړخوګانودې جانانه وچي مه شه
دزړه په ګل مې پرخه پرخه  اوري انځورونه

جوړه جوړه به ګرانه سره غاړه غړۍ ګرځو
خپاره به کړودمینې لورپه لوري انځورونه

شبخون وي شوګیرې شي څه دردونه څړیکې څړیکې
بیاجوړکړي په کاغذدغزل توري انځورونه

اخیربه مې په سردسوداګرساقي قبضه شي
دشونډوله جامونو په ما پلوري انځورونه

ریحان چې دې یارزلفې په خیالونوکې پیوندکړي
هرځای ورسره ګرځي لکه سیوري انځورونه