د ډاګي په لوړه څنډه
يوه غټه لوړه ونه
غزېدلى ښاخ ولاړه
د سپرلي په انتظار کې

يې بربنډ وجود نيولى
چې به بيا پاڼې تازه کړي
بيا به وسپړي ګلونه
بخملين يو شين لباس به

 بيا په تن کړي
او د شنه سيوري د لاندې
مېله ځاى به وي د نجونو
نازولي به يې واچوي

 په غاړه کې ټالونه
او په خيال به په کې زانګي
دمه ځاى به د يو ستړي مسافر وي
يا به څلى وي يادگار د دوو مينو
يا ترې لاندې به خوب وړى کوم ملنگ وي
او چڼ چڼ وي توتکۍ د پسرلي به يې په سر ناڅي
داسې دا وخت به هم تير شي
بيا به ورژي ګلونه
داسې تېر به د ژوندون يو بل پړاو شي
بيا به نوى پړاو راشي
خلک يې نوې ورځې بولي
خو په اصل
دا يو ګام د ابدي ژوندون په لور ي

د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري