زما دژوند په پراخه لمن کې خپل يواځنې ملګرې زرلښته حفيظ ته دالۍ
اې دسولې قهرما نې
اې د سولې قهرمانې دوه اختر دې مبارک شه
بيا دسولې اوازه ده خوږ خبر دې مبارک شه
اوښکې پاکې کړه مه ژاړه شين دسمال مې درته راوړ
اې د سولې قهر مانې زرغون شال مې درته راوړ
دملالې يو ټپه يې حماسي سندرې وايې
زما مينې ته کيسه يې لوې کمال مې درته راوړ
مړوند ډک کړه له بنګړو نه شرنګوه يې ولسو ته
دا ويده قومونه ويښ کړه نارې وکړه شازلمو ته
اوښکې پاکې کړه مه ژاړه شين دسمال مې درته راوړ
اې د سولې قهر مانې زرغون شال مې درته راوړ
د ننګرهار د ګلو باغ نه ګلابي ګلونه واخله
ګلالۍ ته سره ګلاب شه کشمالي ګلونه واخله
د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري



24.12.2009
- سيد شاه سقيم
پت مې دوطن اود پښتو درسره وپالی نورخومې قاتل ته قهرمان راباندې مه وایه
هر څوکه غربت او بې وسۍ خوله راتړلي ده ګور ه نوشیطان ته خو انسان راباندې مه وایه
ښي جیبان يې ډک کړل اوس به چپ ورته وروړاندي کړي ډلې ته دغلوخو وزیران راباندې مه وایه (ذ. حسن...
09.01.2010
- سيد شاه سقيم
شين خالۍته دشنو نوم په اوله کې دومره په زړه پورې نه ؤ ،خوهغه پدې پوهيده چې کليوال هغه د نازه پدې نوم يادوي نو چې کله کله به زيړګـل ورته دشنوخطاب کاوه هغـــې به د زيړګل په اوازکې د مينې او مـــحبت احساس کاوه ٠شين خـــالۍ دموراوپـــــلاريواځيـــنۍ لـــــور وه چـې هــغه يې ډيره نازوله اوطبعې پسې به یې ګرزيدل ٠هغې دکليوالي سينګارسره خاصه علاقه وه همداچې بنجاره به دکلي په کوڅوکې په ناروسرشونو مور ته به یې په خواږه اواز کې ويل٠...