څوک مي په زړه ووروې ؟
د چا په لاس کى پاڼې پاڼې ګله !
د چا په پښو کې دي پرېوتې پاڼې
د ماتې مينې نښه
يا د جانان بې وفايي نښانه
چا يې په قات د کتابو کې ايښى
چا هم د چا لپاره
په تور وربل ټومبلی
دچا د غاړې هار يې
د چا د قبر زينت
د دوو مينو تر مېنځ
د ښو شېبو گواه يې
د تنهايي همدم يې
د ژوندون هره لحظه
ستا له خوشبو نه ډکه
نن هم زما په وړاندې
زما د کتاب پاڼو کې
تيرو يادونو سره غلی پروت يې
ستا دا تل پاتې خوشبو
او ملايمې پاڼې
څوک مي په زړه ووروي
د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري



17.01.2010
- سيد شاه سقيم
که مي بخت کله بيدار شي او د بخت ملکه وپوښتې له ما نهوايه څه دي دى ارمان چې يې پوره کړمه بې شانهتاج په سر دي ناست په تخت کړمکه دي خان کړم د خانانوچې يې ناست د سرو پالنګ کېاو ساقي درکړي جامونه×××نه مي تخت او نه مي تاج د چا په کار دىنه ساقي سره جامونه بُل هوسهنه کوم خان نې د حرامې ځمکې پولهنه د بل په اختيار خوب د سرو پالنګ کې×&ti...
06.03.2010
- سيد شاه سقيم
ستا اوتره مينه داسې مي په زړه کړي
منگول خښه لوړ راغه کې دهوسۍ اوتر نظر چېپه يو ـ رپ کې صحرا چڼ کړي
د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري...