که مي بخت کله بيدار شي
او د بخت ملکه وپوښتې له ما نه
وايه څه دي دى ارمان چې يې پوره کړمه بې شانه
تاج په سر دي ناست په تخت کړم
که دي خان کړم د خانانو
چې يې ناست د سرو پالنګ کې
او ساقي درکړي جامونه
×××
نه مي تخت او نه مي تاج د چا په کار دى
نه ساقي سره جامونه بُل هوسه
نه کوم خان
نې د حرامې ځمکې پوله
نه د بل په اختيار خوب د سرو پالنګ کې
×××
يوه لحظه دمحبت مي زړه کې راوړه
لکه باد د پسرلي ته چې نڅېږي هره ونه
هره پاڼه يې رپېږي
په تعضيم يې هر يو بوټى
سر تر ځمکې پورې ټيټ کړي
له شوخۍ نه
له مستې نه
کله تم شي
کله شړک يوه څپېړه په مخ ورکړي
کله ورو يې په رخسار ګوتې راکاږي
لکه مست د نغمو راګ کې
يو سندرې جوړونکى
چې کوم راګ ترې نه خطا شي
خپل تندى ورو پرې راتريو کړي
کله مست شي له هر تال سره بې درېغه
لاس اوچت کړي تر اسمانه
کله سترګو کې ډنډ اوښکې
لکه پرېوزي چې شبنم د ګل پر پاڼو
کله تنها لکه غاټول پروت
د سحرا سړه سينه کې
کله ناست سر په ځنګون د چا په ياد کې
کله اه د بېلتانه له خولې نه راشي
کله اوښکې د بيلتون په باړخو څاڅي
کله خيال کې يې د وصل شپه صبا شي
او سپېڅلې شکرانه سجدې ادا کړي
کله درد د بېلتانه کې
رب ته دومره ور نږدې شي
چې له سترګو يې بې درېغه اوښکې څاڅي
او د زړه په هره سا کې يې يو رب وي يو جانان وي
يو يې خپل ښکلى ارمان وي
هغه هر څه ټول قربان
د پاکې مينې
له دې هر يوو انداز نه
د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري