که ته خبر سې چې زما سترګو کې
اوس غم لړلواوښکو ډنډ جوړ کړى
نو ته به هم زما پرحال
خپلې بې رحمه اوښکې وڅڅوې
يوځل خو وليکه چې تاته هم زه ياده يمه
يوځل خو وليکه چې ستاسترګې هم ـ مالټوي
يوځل خو وليکه چې تاته هم زه ګرانه يمه
يوځل خو وليکه چې زه هم ستاپه زړه کې اوسم
ستا دښايستو سترګو لېمه کې اوسم
ګرانه ته چېرې يې ؟
درک دي نشته
اوس راته ليک نه لېږې
خبره نه يم چې لامل يې څه دى؟
خبره نه يم چې ته چېرې يې
او خوښ يې کنه؟
زه دامنم چې درته ياده نه يم
خو که امکان لري نوخپله مي کړه
دخپل زړګي د کور بلبله مي کړه
ګرانه خبر يې کنه؟
چې ستا له تلو سره
زما دارمانونو نړۍ هم ړنګه سوه
زما دزړه شاعر هم کډه وکړه
اوس زه خبره نه يم
چې هاشاعربه چېرته ژوند تېروي؟
هغه هم ستا په څيردضد څښتن وو
زما دلوړ تخيول شاعرهم
ستاپر پلونو باندې
خپل قدمونه ورو کړل
او ستا په څېر يې زه دتل دپاره
هېره کړمه
ماته لا اوس هم ستا شينکۍ سترګې يادېږي
زه اوس درته خپل ورور وايم
لالى نه وايم
يوځل په خط کې راته وليکه چې ته هم ماته ياده يې
ته اوس هم زما دهسکو غرونو هغه ښکلى کوچى ښکارې ګرانه
هېره مي نه يې
د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري