زه به ورتلم خو تا مي واچاوو دېوال په مخ کې 
خواره قسمته ! بيا دي سپک کړمه د سيال په مخ کې
 

په تا يې سپارم د زرينو رڼاګانو خدايه ! 
د هيلو مات څراغ مي ايښى د شمال په مخ کې 

خبر پرې نه وم چې اغزي به په لمن کې راوړي 
ګلونه هسې مي پاشل د نوي کال په مخ کې
 

باور مي پوخ دى دښمنان به مي پښو ته راځي 
مور مي ويړ کړى وو پلو د ذولجلال په مخ کې
 

اوس مي له خپلو خولو هم ساتي چي ړنک مي نه کړي 
دومره مهم دي کړم خالقه ! لکه خال په مخ کې
 

رڼا ښکاره شوه اوس به خپله تيارې کډه کوي 
چا راته کېښوده له ستورو ډک رومال په مخ کې
 

شکر سقيمه ! چې راتېر شوو د بېلتون تر ژمي 
اوس به مي هيلې حوسېږي د ويصال په مخ کې

د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري