ته د رڼو ستورو كاروان يې او زه تورې خاورې
ته د ټپي زړونو درمان يې او زه تورې خاورې

زما او ستا نه سره كېږي د زړه سره واوره
ته د سپوږمۍ غوندې روښان يې او زه تورې خاورې

ما ته دي خپله ونډه راكړه يار ته خپله ونډه
ته د هر چا روزي رسان يې او زه تورې خاورې

زما د وس زما د زغم خبره نه ده دغه
ته د غرورو د غره په شان يې او زه تورې خاورې

بيا به په كلي كې نه ته يې او نه زه جانانه
ته به ضرور د چا ارمان يې او زه تورې خاورې

بيا به حقمله !  ستا غزل وي د دنيا په شونډو
ته به همدغسې ودان يې او زه تورې خاورې