تــه چــې نه وې درد نــه و، څه داسې کيفيت نه و
ژوند وو څومره ښه چـــې پــکې غم د محبت نه و

څـــنګه دې پــــه نـــه خـــبره مـــخ راځـــنـــې واړاوه
ته خو داســې نه وې ستا خو دا رنګه عادت نه و

ما تــــه هـــم لا تـــا غــونـــدې خـواږه کتلي نه و چا
مـــا هــم کـــله کـــړى د چـــا دومـره ډېر صفت نه و

نـــن د چـــا کــا فر په ليــدو ويلــې، ويلې پرېوتم
مـــا باندې راغــلى کـــله داســـې يـــو حــالت نـه و

مــــا هــــم درتـــه چـــېرې د خــپل زړه خبره ونه کړه
تــا هــــم يــه جـــانانه کلـــه کــړى د عشق ست نه و