چې زما په تا اوستا په ما کې سترګي
شوې ددنیا په ما او تا کې سترګي


زړه مي سولېږي پر خوله هیڅ نه راځي
ځکه تل ګرځمه نمناکې سترګې

 

له ښا یستو په هیڅ چل نه راګرځي
اوس روږدې شوې دي  بېباکې سترګې

 

ډېر سینګار مکړه له نظره به شې
جا نا نه  شته ډېرې نا پا کې سترګې


خدای خبر بل ځل به یې چر ته وینم
هغسې شوخې غضبناکې سترګې

 

حقیار په دې وجه وېرېږي هر وخت
چې دغماز وي په هر چا کې سترګې