لا څو کلونه ګوري
زما داحساس زما دمستۍ ننداره
چې دشباب پر لمن کښیږدم بې ترس
او بې پروا یادونه
څو ګنهګارې شیبې
دځان ملګرې کړمه
چې دزمان په زړه کې
شېخه یاغي زندګي کړم نذرانه
دمیخانې او دساقي حضور کې
ځکه چې وخت لا
زما دشباب یاغي کلونه شمېري
ورته ځیر ځير
تاند ارمانونه شمیري
راشي راشي دزړه کورته
ډول ډول هوسونه
کاشکې جوړکم یو لوی قصر
سر تر پا یه له مرمرو
او پکښې وي
ډول ډول ابشارونه
پکې او سم
پکې ژوند مي دمستۍ وي
هیڅ خبر نه شم له غمه
غم میلمه دبل پر کورشي
زه ترې ورک شم
په کلونو په عمرونو
کاشکې هیڅ مي وهیچاته
پیدا نه شي حا جتونه
خو پو هیږم چې غلط مي
دزړګی ټو ل هوسونه
ځکه پا ته لا ډیر وخت دئ
هر څه وینم چې تیریږي
هر څه وینم چې بد لېږي
ګوره ګوره
تقدیر څه را سره کاندي