ګلبـــــوټـــــوواخــــستې ډولـۍ پر اوږو
کلۍ کلۍ غوټـــــــۍ غوټــــۍ پـر اوږو
زما د ګل مخي یارسیالۍ ته ورځي
دي یې خــــورې زلفې ګیډۍ پــــــر اوږو
ارمــــان ارمـــــان چـــــې د افـغان له بڼه
دګلوپاڼــــې کــــــړې سیــــلۍ پــر اوږو
دشپې درنې ډزې تــــــرغــوږ راتللې
جنازې راوړې رڼاېـــــۍ پـــــــــر اوږو
پرون راغلی وو نن بیرته درومـي
امیداخستـــې دي بـــوخڅۍ پر اوږو
خوني لیــــــووترینه ده ورۍ داړلې
زخمي راخستـــــي ده کـــوچـۍ پر اوږو
بختیـــــــــاره نـــــه منـــــي زارۍ پښتانه
پـــرېــږده چې ویلوېږی لونګۍ پر اوږو