و چا ته مه ښاكاروه ګوري د ښايست نمونې
تا څنګه واخيستې له ستوري د ښايست نمونې

ته د حيا پړونى واچوه په سر او اوږو
پښتانه نه غواړي سر تورې د ښايست نمونې

دستي به اور واخلي بګړۍ د زاهدانو پر سر
كه دي څرګندې كړې څه نورې د ښايست نمونې

زما دي يادونه لا هېر نه دي او لا شته خاطرې
را دي وړې بيا له كومه لوري د ښايست نمونې

ته خو پښتون يې حوصلې هم پښتنې وروزه
زړه به دي ژر كړي دورې دورې د ښايست نمونې

نصرته! ژر سړى خطا كړي په موسكا د شونډو
كه تكې سپېنې دي كه تورې د ښايست نمونې