ته به خبره يې كه نه محبوبې !
زما وطن ته دى اوس غم راغلى
تندي تندي ګلان له بېخه باسي
له تېره لوره سره سم راغلى
 
نورې دي تورې سترګې مه توروه
شونډو ته مه وركوه رنګ شېرينې
تر آ به زه سترګې در وانه ړوم
چې كور په كور باندې وي جنګ شېرينې

 په خداى كه بل يو شى مي خيال ته راځي
توره بلا پر هر ټغر ناسته ده
كوټه كابل او كندهار در واخله
كوز په خيبر او پېښور ناسته ده

دا سپين پړونى دي بيرغ كړه راته
 د ملالۍ غيرت تازه كړه راځه
د سره پېزوان او خال خبرې پرېږده
ختمه د ټول ژوند اندېښنه كړه راځه

محبوبې ! ما به دا ويلو ولي ؟
زه هم احساس لرم انسان يادېږم
د غوښې زړه لرم د كاڼي نه دى
ستا ښاپېرۍ غوندې جانان يادېږم

خو نن دا خپل واك دركوومه تاته
مينه په دې حالت كې څنګه وكړم
جانانه ! ته نه يې قسمت ظالم دى
ګيله له ده او كه له جنګه وكړم ؟

زمونږ شاعرانو زړونه داسې شوي
( بس ګوزاره د زړه په وينه كوو )
چې ته خفه نه شې له ما شېرينې
(چې حالات ښه شي بيا به مينه كوو)