
دشنبې په ورځ دمصر داليکسندريا دښار دالشتبي په روغتون کښي يوې ۲۷ کلني مور غزالة ابراهيم عمر اووه غبرګوليان څلور زامن او درې لوڼي وزېږول .
دا اوو غبرګوليان دزېږېدو د اصلي مودې څخه ۶ مياشتي مخکي زوکړي، هر يويې د ۱۴۵۰ او ۲۸۰۰ ګرامو ترمنځ وزن لري او د مختلفو روغتونو په خاصو ښيښيي الماريو کښي ساتل کيږي .
تر دې وړاندي هم تېر کال په ارجينټينا کښي يوې مېرمني اووه لوڼي زېږولي وې .
له لـــــر او بــــــر څخه په مننه 
14.08.2008
- سيد شاه سقيم
ته به خبره يې كه نه محبوبې ! زما وطن ته دى اوس غم راغلى تندي تندي ګلان له بېخه باسي له تېره لوره سره سم راغلى نورې دي تورې سترګې مه توروه شونډو ته مه وركوه رنګ شېرينې تر آ به زه سترګې در وانه ړومچې كور په كور باندې وي جنګ شېرينې
په خداى كه بل يو شى مي خيال ته راځي توره بلا پر هر ټغر ناسته ده كوټه كابل او كندهار در واخله كوز په خيبر او پېښور ناس...
18.08.2008
- سيد شاه سقيم
لكه په سر باندې چې ولونه د پټكي تاوېږي داسې مي زړه څخه غمونه د لالي تاوېږي
د پښتنو پېغلو په شان چې په زيارت طواف كړي څو تاندې هيلې مي په شپه كې په زړګي تاوېږي
چې تورې زلفې دي په سرو اننګو تاو را تاو شيوايم ښارمار دى چې په بېړه تر غمي تاوېږي
څو پېغلې هيلې مي د خيال په كعبه داسې...