لكه په سر باندې چې ولونه د پټكي تاوېږي
داسې مي زړه څخه غمونه د لالي تاوېږي

د پښتنو پېغلو په شان چې په زيارت طواف كړي
څو تاندې هيلې مي په شپه كې په زړګي تاوېږي

چې تورې زلفې دي په سرو اننګو تاو را تاو شي
وايم ښارمار دى چې په بېړه تر غمي تاوېږي

څو پېغلې هيلې مي د خيال په كعبه داسې څرخي
لكه له ټپ څخه چې څړېكې د ټپي تاوېږي

شي به د اوښكو له باران سره برېښنا ژوندون مي
د اور بل ورېځ چې پر اسمان دي د تندي تاوېږي

داسې مي رنګ بدلوي ژوند په دې ړندو خلكو كې
لكه له تير څخه د خونې چې لوګي تاوېږ ي

چې شنې كوترې به ترې هر وخت په اتڼ تاوېدې
نن له هغه كلي چاپېره توغندي تاوېږي
 
د هغې پېغلې چې نسيم يې پر مخ داغ جوړاوو
اوس د پرديو كوڅو ګرد يې په پېكي تاوېږي
 
سقيم ارمان مي جنكو هيلو كې داسې ښكاري
لكه په ډله كې د حورو جنتي تاوېږي

كه غواړئ پورتنۍ غزل په غـــــــــــږ كې واورئ  موږك ته  دلــــــــــتـــــــه  فشار وركړئ .