ستا پر لورګران دى تر همه وو سفرونو سفر
که څه هم پیل کړمه پر پا ڼو دګلو نو سفر
چې دقرار او دسکون په معنی پوی شمه لږ
تیندک دي وخوري نن پر لار ستا دیا دونو سفر
لا دبمونو په دود ډکه ده فضا دوطن
سږ کال به وځنډیږي بیا دبهارونو سفر
عقل ته ووایئ وزر دالوتو مو په کار
ټګمارو نه غواړي اسمان دقدمونو سفر
قسمته لږ پته خو راکه دهدف دڅلیو
هڅانده وي دلاروو په امکانونو سفر
اي هنرمله په همت ډیر ګړندي روان دي
په وس ما تله دى زموږ دکاروانونو سفر
لاړم دیارانو له بهیره مرګي واستم
زنګ غوندی کړۍ وم له زنځیره مرګي وايستم
ښکلي به خوبونه دبرزخ پر خاوره وکړمه
شکر چې دژوند غوندې له ویره مرګي وايستم
څنګه مي وا نه خیست دغه تور دغه پیغوراشنا
څنګه دي دمینی له تقصیره مرګي وايستم
بل څوک پکې پرې نه ږدې وفاکوه پښتو کوه
زه که دي دزړه له ویړ جا ګیره مرګي وايستم
څومره مي ډالۍ کړې هنر مله ورته مړې اوښکې
بیا هم ددنیا له هر تصویره مرګي وايستم