عشقه !! دښکلا په فرښتوبه دي نوم ولیکم
تندې !!که ژوندی وم په پیالو به دي نوم ولیکم
یومې وړې دخدای کعبې ته لا له ځیله نه اوړې
نه چې منې زړه ! په بوتکدوبه دې نوم ولیکم
اوس چې لکه سور دروح په تال باندې راګډه شوې
مه درومه سندرې!! په نغموبه دي نوم ولیکم
تم شه لکه مات ستوری په منډه رانه مه تښته
نه وینم تیاره ده په سپیدو به دي نوم ولیکم
څوبه دا اغزي اغزي وختونه ستاپه غېږکې وي
ګله!! یوه ورځ په اننګوبه دي نوم ولیکم
ویل یې غضري ! دومره ارزانه دي ځان مه ګڼه
مړکه شوې په څوماتو بنګړوبه دي نوم ولیکم 
09.08.2008
- سيد شاه سقيم
په نن سبا کې دې امبار خاورې راواړولېاخر په ژوند مې انتظار خاورې راواړولې
تر منزل مخکې شول ټول قتل ارمانونه زماڅاروان کاروان باندې په لار خاورې راواړولې
نور به د ظلم او ستم څه وايم چې څه يې وکړلنګار په ما لکه اغيار خاورې راواړولې
يو څو خبرې يې په خوله وې څه ويل يې غوښتلخو طبيبانو په بېمار خاو...
09.08.2008
- سيد شاه سقيم
ستا پر لورګران دى تر همه وو سفرونو سفرکه څه هم پیل کړمه پر پا ڼو دګلو نو سفر
چې دقرار او دسکون په معنی پوی شمه لږتیندک دي وخوري نن پر لار ستا دیا دونو سفر
لا دبمونو په دود ډکه ده فضا دوطنسږ کال به وځنډیږي بیا دبهارونو سفر...