کشمالي
زړه چاودون... جلال
یو زړه چاودون .............. نصرت الهام ته عشق لکه د شمعې ، ورکیدو سره یې مخ کړم راشه کنه وګوره ، لمبو سره یې مخ کړم شرنګ شرنګ د بنګړو و، زولنو سره یې مخ کړم شور د سمندر و ، ډوبیدو سره یې مخ کړم څه و
غزل / جلال امرخېل
غزل درد که مې د زړه دی ، تماشه د ټولو خلکو ده دا زما کیسه نه ده ، کیسه د ټولو خلکو ده لنډ تاریخ تکرار شو خو ولس مې چوپه خوله پاتې ته وا جوړ کمزورې حافظه د ټولو خلکو ده زه ستا د ښکلا رڼا له خلکو ولې پټه کړم ؟ لمر دی که سپوږمۍ ده که ډیوه، د ټولو خلکو دهداغ د تهمت هم ښه دی ، تندی ورباندې ښه ښکاريلږه تاریکه ګوره پرده د ټولو خلکو ده چیرته یې د لمر شغلې ، دنیا تیا
غزل / جلال امرخېل
غزل رانازله څه بلا ده ، کربلا ده ،کربلا ده پر وطن خوره غوغا ده ، کربلا ده ،کربلا ده اور شوه ځمکه ، که فضا ده ، کربلا ده ،کربلا ده په ژړا په واوېلا ده ، کربلا ده ،کربلا ده د يارانو ايمانونه ، ځان ته وړاندې نه مالوم کړه چې سودا د سر سودا ده ، کربلا ده ،کربلا ده
غزل / جلال امرخېل
غزل تا ته کیسه په دیواله کې د تصویر نه ده زده ما ته ګیله په خپل حالت مې له تقدیر نه ده زده کومه عظیمه او شهکاره فلسفه د جهان د قلندر چې زده ، هغه د جهانګیر نه ده زدهته مې
د ګیله منو سترګو اور دې په ما/ جلال امرخېل
د ګیله منو سترګو اور دې په ما تا ته جانانه چا دروغ ویلي چې زه له تا نه سوځم ستا له ښکلا نه سوځم او ستا ستاینه په ما بده لګيزما د زړه پر تخته ناسته کبرجنه پاچا ؛حقیقت داسې نه دی ستا چې هر څومره مئینان ډیریږيزما لپاره رقیبان ډیریږي خو زه په مینه کې شومتوب نه کوم خلک چې تا ستايي زه زړه ورکوم جانه له ډیرې خوشالۍ نه مې ورته لیمو کې تودې اوښکې راځيخلک چې تا او ستا ښکلا ستايي ګل
غزل / جلال امرخېل
غزل هغه دې یو ځل لکه شپه خوره وره شي په ما بیا دې سبا د خلکو جوړه ننداره شي په ما زه د قاتل خنجر نیولی شم خو نه یې نیسم پریږده چې دا وروستی ارمان یې هم پوره شي په ما زما جنون به قیس په خوب کې هم لیدلی نه وي که د
غزل / جلال امرخېل
غزلیو څه حسرت مې ستا اوربل ته خاماخا رسوم د زړګي وینې به مې ګل ته خاماخا رسوم د خپل ارمان مړی کوم او ستا کوڅې ته درځم دغه مقتول به دې مقتل ته خاماخا رسوم پریږده چې مینه مې
غزل / جلال امرخېل
غزل ستا په لفظونو مې غزل ته ګل کاري کړې ده د فن لپاره مې همدومره فنکاري کړې ده نه راتلم ، بیا هم چې په نه زړه ستا محفل ته راغلمګله له زړه سره مې بیا ډیره خواري کړې ده اوښکو د وصل په شپه بله خطا نه ده کړې اوښکو خو بس زما د خوږ زړه ریباري کړې ده خط یې راغلی چې ضرور به راته تا راکوي(بېګا مې خدای ته په سرتوره سر زاري کړې ده ) زموږ سپرلو کې هم په ګلو پسې سترګې وځي خلکو خ
غزل / جلال امرخېل
غزلد مخ شغلو ته دې نیولی دی نقاب ، پوهیږمپه دې ،چې اور نه کړي د چا د سترګو آب ، پوهیږم سترګې مې ډکې دي په خوله به درته هیڅ نه وایمته مې په سوال پوهیږې ، زه دې په ځواب پوهیږمستا د پاړجنو شونډو رنګ، زما دزړه بې وسي
ستا د هيرولو قسم / جلال امرخېل
ګرانې منې مې که نه ؟ څنګه مې زړه درنه راټول کړ لکه تا به چېزما له کټه خپل ټوټې ټوټې بنګړي ټولوليوه ټوټه مې هم در پرېنښودله روح ، روان او حافظې نه مې هم وويستلې اوس چې قدم په قدم ږدم نو ستا نامه نه اخلماوس مې چې ساه کله بنديږي ستا د ياد پر ځای پاس د اسمان پر لورې سترګې نيسم اوس د کتاب پر پاڼه ستا د مخ تصوير نه وينم اوس د خپل ژوند په هدف پوه شوم ،اوس مې درس وايم چې مې مبايل ته د چا زنګ راځي ځان سر
غزل / جلال امرخېل
غزل تا ته په خندا غزل ما ته په ژړا غزل جوړ شي ترې اعلی غزل لیکم چې په تا غزل ژوند ته لکه ساه غزلرنځ ته مې دوا غزل اوه کرښې ځواب غواړم شابه راته را
غزل / جلال امرخېل
غزلزه ځنګیدم ته ځنګیدې ، بیګا ناوخته پورې چې مو خبرې اوږدېدې ، بیګا ناوخته پورې لکه د تبې مې رګونو کې خوره وره وې زما له ځان نه ، نه شکیدې بېګا ناوخته پورېبیا به د چا پر ک
سپینه پاڼه / جلال امرخېل
سپینه پاڼه هر څوک له خپل فکر او فن سره د ژوندانه پر لارو تګ کويدا ، لکه سپینه پاڼه ... چې د چا لاس ته ورشيڅوک ترې کښتۍ جوړويڅوک پرې نقشه د خپل وطن د ابادۍ جوړويڅوک ورنه ټانګ او طی
غزل / جلال امرخېل
غزل بیا مې رپیږي نن باڼه ،وایم چې ته به راځېځان سره مسک شم ، ځان ته ووایم چې ته به راځې چې مې په زړه راشي تیاره ، وایم چې ته به راځېسترګې کړم پاس په اسمانه ، وایم چې ته به راځېخلک لګیا دې خپل حالت بدلوي خپله ، عیسی!!زه ناست یم سر په زنګانه ، وایم چې ته به راځېهر ماښامی لمرپریوتل، راته ستا تګ یادويهر سبايي په لمرخاته ،وایم چې ته به راځېپه بامبوټۍ مې د کارغانو اوازو
غزل / جلال امرخېل
غزل دومره مې وژړل دا ستا د بېلتانه له درده سترګې چې پټې کړم خوږیږي مې باڼه له درده لکه د پاڼې که خدای ژیړه کړلې ته له درده لکه د ونې یې په ملا مات کړمه زه له درده ته رانه مه پوښته چې ولې مې خوبونه نه شته ته راته ووایه څوک څنګه شي ویده له درده ؟ په هغه شپ
غزل / جلال امرخېل
غزل زما سینه کې ستا د زړه د درځیدلو وخت شو زما د تللو وخت شو ستا د ژړیدلو وخت شو د ارمانونو د زخمونو د سکونډلو وخت شو خلک ویده شول د پیالو د شرنګولو وخت شو ګیله به نه کوم چې سترګې دې بدلې کړلې موسم بدل شو ، د هوا د بدلیدلو وخت شو اوس چې خبره شوه د ننګ او د ناموس په وطن د زړګي سره اوس د سر د جارولو وخت شوبیا ملابانګ شو بیا مې غم شو د وړو را په سر بیا د ښار چو
غزل / جلال امرخېل
غزل ستا د جفا په تیغ زما قلم قلم زړه دیښه ده، بس ښه ده چې اخته په دې ماتم زړه دید ښار په ښکلو چې زوریږي نو زما زړه دی د ګل پر پاڼو چې پریوځي د شبنم زړه دیچې ستا په مینه پايي ، ستا په نامه ساه اخلياوس مې نظر کې د رقیب هم محترم زړه ديعالم ګرم نه دی، ګرم خو زه یم چې پریوتی رانه پر هره لار، پر هر ګودر، په هر قدم زړه دی زه که د خپل خواهش لپاره جنتونه پریږدمزما سی
غزل / جلال امرخېل
غزل دا د تمام عالم په ژبو کې خوږې غزلې دا د پښتو غزلې دا دي بې جوړې غزلېزما د زړه په تکو سرو وینو لمدې غزلې ته که داغونه راکوې نو راکوې غزلې تا ته خو هم زده دي وړې وړې ګیلې د یارۍ تا ته خو هم زده دي وړې ، وړې وړې غزلېجینۍ شاعره یې ، که یار دې دی شاعر د غزلچې د مکتب د هر کتاب پر شا لیکې غزلې پاس له اسمانه الوتکې سره اورونه شیندي زه خو ګرم نه یم چې کوي مې سرې لم
غزل / جلال امرخېل
غزل رانه کړه تاوه د لاسونو دایره ، چې مرمه دنیا ته مه جوړوه بله ننداره ، چې مرمه د سر د درد غږ مې په مور و چې چاپي به یې کړ د زړه له درده مې اوس چا ته کړم ناره ، چې مرمه ؟هسې نه ستا نامه مې خولې ته ځنکدن کې راشيهسې نه خلکو ته خبره شي ښکاره ، چې مرمه ته به راځې ، ته به ضرور د لاس بنګړي ماتوې سترګې به پټې نه کړم زه په دې اسره ، چې مرمه که مې الله په عمر یو سوال هم م
غزل / جلال امرخېل
غزل رڼا لګیږي، مات بنګړي راټولوي له کټهجینۍ ژړيږي ،مات بنګړي راټولوي له کټه رنګ یی وهلی وارخطا ده ، لکه پاڼه رپيزړه یې درځیږي ، مات بنګړي راټولوي له کټهځان سره وايي په سلګو کې چې دا څه مې وکړلاو څه به کیږی؟، مات بنګړي راټولوي له کټهچې ویده
غزل / جلال امرخېل
غزل چې له خپل ځایه د زلفانو په سایې ووتې لاړې زړګیه! اوس زما له ارادې ووتې زما ناکام، زما چوپتیا دې کمزوري ګڼله ما درته هېڅ نه وې ، ته ځکه له چتې ووتېزما خو خیر ، خو د محفل بې ادبي دې وکړه چې رقیب ووته او ته هم ورپسې ووتېچې مغل خېلو ته ورمات شوې د خوشال لمسیه!اوس نو معلومه شوه چې اوس زموږ له ښې ووتېخود به پیغور کوې اوس ،خود به مې بې سترګ
غزل / جلال امرخېل
غزلزما پوښتنې ته دې دا څنګه ځواب راکړما درنه زړه وغوښته تا راله ګلاب راکړچې هغه تله او زه د مالګې په شان ویلې نه شومما ته دې څه لپاره خدایه دومره تاب راکړ؟دا خو مې رګ رګ د وجود ته اوس ناسور خورويدا نوی داغ دې پر زړه ګله ډیر خراب راکړیو څه ګناه خو رانه شوې وه چې ته یې راکړېځه وشوه خیر، الله په دې دنیا عذاب راکړاوس مې د خوښې شی ،چې ګلې راکولی نه شېولې دې ما ته نو
غزل / جلال امرخېل
غزلستا د زلفو ول نه پریوتلی یم ګل یم خو وختونو رژولی یم اوس خو د خپل زړه په خوښه هم نه یم نه راتلم خو ګوره چې راغلی یملارې به په کاڼو زړو کې وکړمه سیند د غزلونو راوتلی یمتل دې په ژړا کې خندولی یم تل دې په خندا کې ژړولی یمو دې کړ سلام د نابلد په شان ښکاري چې له یاده دې وتلی یمدې د غم دنیا ته زه راتلم کله ؟زه خو یې په زوره رالیږلی یمعشقه نامراد
غزل / جلال امرخېل
غزل رسوايي ورنه جوړیږي، راشه لاس مې په زړه کېږده شور د زخم یې زیاتیږي ، راشه لاس مې په زړه کېږده په کیسه خلک خبریږي، راشه لاس مې په زړه کېږدهګوره غږ یې پورته کیږي ، راشه لاس مې په زړه کېږدهکه باور په قسم نه کړې ، چې مې مینه درسره ده ستا په نوم باندې درځیږي ، راشه لاس مې په زړه کېږدهته په کوم ځای رانه بېل شوې؟ هېڅ خبر درباندې نه شومزړه مې زر ځایه غورځیږي ، راشه لاس مې په زړه کېږده