غزل
رانه کړه تاوه د لاسونو دایره ، چې مرمه
دنیا ته مه جوړوه بله ننداره ، چې مرمه
د سر د درد غږ مې په مور و چې چاپي به یې کړ
د زړه له درده مې اوس چا ته کړم ناره ، چې مرمه ؟
هسې نه ستا نامه مې خولې ته ځنکدن کې راشي
هسې نه خلکو ته خبره شي ښکاره ، چې مرمه
ته به راځې ، ته به ضرور د لاس بنګړي ماتوې
سترګې به پټې نه کړم زه په دې اسره ، چې مرمه
که مې الله په عمر یو سوال هم مني ګلالۍ
ستا د اوربل سایه دې وي پر ما خوره چې مرمه
خود به د دار په سر جوټې په خوشالۍ وهمه
تا د بلۍ له سره وکړه اشاره ، چې مرمه
تا خو به خپله وېل چې مړ شې جلالو ملنګه
اوس دې نو بیا ولې شوه تبه تکه سره ، چې مرمه
جلال امرخېل
کشمالي