کشمالي


پرهېز

نن مې مه زوروه ګلې نن ناروغ يم نن ډاکټر يم له خوږو نه پرهېز کړینن به نه کوې خبرې نن دې نه اورم خبرې

11.06.2012 – جلال امرخېل

کلونه پس د چا مسج راغی

کلونه پس د چا مسج راغی.................................................... کلونه پس د چا مسج راغیخو ما لا لوستلی نه دیتر پښو لاندې مې د ځمکې اورورینې خاورېګلونه وټوکول ...ای د مئېنو خدایه شکر دی شکر چې دې بیرته مهربانه کړله شکر چې و دې وژلهغه د شک او د ګمان د کپچه مار زهر زما د ژوند ، زما د مینې د یکتا محبوبېپه زړه ، په روح او د وجود په هر یو

11.06.2012 – جلال امرخېل

غزل

  په بلۍ دې لوپټه مالومه نه شوه نن زما د زړه لمبه مالومه نه شوه په خندا کې له انکار سره عادتې! په سلګیو کې دې نه مالومه نه شوه زما یو د کینې لفظ لکه اور خپور شوزما مینه چا سره مالومه نه شوه چې کوم روخ به مې د روح لمبو ته نیسيد ګلرخې فیصله مالو

11.06.2012 – جلال امرخېل

غزل

غزل ملنګ سړی یم پاچاهي راواخلم خس یې کړمهزړه مې سل ځایه کړم ، د کس او د ناکس یې کړمه د چا نرۍ غوندې مسکا وي خو چې شعر ته راشيد جرمنۍ ماشینې غم یې کړم ، کړس کړس یې کړمه زه ښه پوهیږم چې د جنګ ګټلو وس نه لرم خو خپل پښتون غرور مې نه پریږدي چې بس یې کړمه

11.06.2012 – جلال امرخېل

غزل

غزل پرخه مدام د ګل د پاڼې پر لېمه خوږه وي چې زما غم کې وي ستا اوښکه پر باڼه خوږه وي نجونې خوږې وي منم ټولې ؛خو يوه نيمه بيا لکه د يخ پغمان د سيند خوږې اوبه خوږه وي چې د چا ياد وي ، شاعري وي او ډيوې بليږي هغه شېبه ،هغه لمحه د بېلتانه خوږه وي ما ويل

11.06.2012 – جلال امرخېل

غزل : جلال

  بدلیږي چې د ښکلو بانه ګرو بهانه نو ما ته هم خدای راکړي د سندرو بهانه په تش سلام به مونږ دواړه څنګ نه بدناموي؟دنیا ته خو په کار وي د خبرو بهانه د زړه کتاب مې بیا کړ رقیبانو لولپه چې دا ځل به وي څه د لنډغرو بهانه چې تورې شوې ، سرې شونډې ستا، زما په رنځورتیاخو ما ته دې کړه جوړه د ګور

11.06.2012 – جلال امرخېل

واه شاعرې قلندرې

.... واه شاعرې قلندرېد غزلو سمندرې د هر لفظ بلا دې واخلم لکه ستا هندکي باڼه دينېغ په زړه باندې لګیږيکه خوږیږي که دردیږيخو د ګل غوندې غوړږيبې اختیاره او بې واره یوه څړیکه ورنه خیژيدغه څړیکه دغه کړیکه چې د شونډو سر ته راشيپه خندا شي او ګویا شي:واه شاعرې قلندرېد غزلو سمندرې د هر لفظ بلا دې واخلملکه ستا هندکي باڼه دي

11.06.2012 – جلال امرخېل

غزل / جلال

  خدای مې کړ داسې پریشان ارمانستا د خواره اوربل په شان ارمان رانه دا څو ورځې هیر کړی و غم د وطن ، غم د جانان ، ارمان کوم روغ سړی دا لیونتوب کوي؟کوم لیونی کړي د ګریوان ارمان ؟ غیږې ته راغله نو ارمان راغی کاشکې و پاتې دا ارمان ، ارمان

11.06.2012 – جلال امرخېل

غزل : جلال امرخېل

غزل چیرته یې ویسم او په چا یې څه چاره وکړمه ؟پرې ، چې د خپل زړه د زخمونو ننداره وکړمه یوه خندا د چا بس کیږي؟ خو بې وسه یمه ځه مړه خیر دی په همدې به ګذاره وکړمه اوس هسې راغلم چې احوال دې د زړګي واخلمه شپه دې په خیر شي ، شپه به بل وخت درسره وکړمه منکره هم

11.06.2012 – جلال امرخېل

غزل : جلال

زلفې دې پریشانې دي ، لیمو کې دې حسرت دی بیا دې د چا مرګ لپاره کړی مصلحت دی ؟ موږ ته سر وهل په تیشه ، څه غر نړول دي؟موږ په خسروي ماحول کې کړی محبت دی چرته مو نوم نقش نه شو د زړونو په کتاب کېڅه که په ډهلي باندې مو کړی سلطنت دی راشه کنه ، بې انتها ستړی شوم له ژونده راشه کنه ، اوس مې والله تا

11.06.2012 – جلال امرخېل

غزل / جلال

غزل ښایسته ځوانان به چې په ملا درماتیدل درپسېلکه شمال دې چنارونه ځنګول درپسې ته له اوله وې تصویر زما د زړه سترګو کې ما تر اخره کتابونه لټول درپسې د لمر شغلې چیرته دې زړونه سوځول ټوله شپه؟د اوښکو ستوري تر سهاره ګرځیدل درپسې اوس خو رقیب نه هم هیر شوی

11.06.2012 – جلال امرخېل

قسم

قسم ما چې په دوه دیرش سیپارو درته قسم وکړ چې ما له تا نه بغیر چا سره مینه کله کړې نه ده تا په کټ کټ وخندل او له خندا سره سلګو واخستې او له سلګو سره دې وویل چې ته په زړه کې ټګ یې دا ستا قسم غلط دیتا نه حساب د سیپارو غلط دی نو درنه شمیر د یارانو غلط دی لاړې پناه شوې د

11.06.2012 – جلال امرخېل

قلندرې !!!! جلال

قلندرې !!!! قلندرې ! زړه مې خپل وجود کې تنګ دیقلندرې ! يو عذاب راباندې خور دی جل وهلي رانه تمه د درياب کړي خو زه دښته يم ، سراب راباندې خور دی قلندرې ! اندامونه مې درانده دي په سرک باندې پښې ځان پسې کاږم د منزل پر لور يو ګام راسره نه ځي شاړې ، لارې او کوڅې ځان پسې کاږم قلندرې !

11.06.2012 – جلال امرخېل

غزل / جلال

غزل د محبت غم دې رانجه رانجه چې کړم سترګو ته بیا که هر چیرته تلم خو بیرته به راتلم سترګو ته کم نصیبي په هر حالت رارسیدلې راته پخوا دې سترګو پسې مړ وم نن دې مرم سترګو ته که د جګړې اور سپیلني په وطن لولپه کړل ته خفه مه شې دا دی زړه دردودوم سترګو ته اجل نیو

11.06.2012 – جلال امرخېل

نظم /جلال

11.06.2012 – جلال امرخېل

غزل / جلال

11.06.2012 – جلال امرخېل

څه به مې زړه له تا نه پټ ګرځوه / جلال

  څه به مې زړه له تا نه پټ ګرځوه ....څه به مې زړه له تا نه پټ ګرځوه څه به مې ټول عمر د سيند په غاړه د جل وهلې تندې مظاهره کوله څه به مې زړه له تا نه پټ ګرځوه څه به مې هره ور

30.05.2012 – جلال امرخېل

غزل : جلال امرخېل

غزل چې نړوي تل د معصومو هيلو څلی زما د زړه ګلاب ورته پر لويه لار شيندلی زما هغه تصوير به کړم د زړه پر وينو بېرته تکميل چې زمانې ورنه د مينې رنګ توږلی زما تا به هم ما سره ژړلي وای پر ما تنهايۍ ! خو تا تر اوسه د زړه داغ نه دی ليدلی زما دنيا دې ووايي چې مړ

18.05.2012 – جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

اور به وي ، شور به وي، ژړا به وي خندا به ويتر څو چې ژوند وي دا مستي او دا غوغا به ويچې زما زړه پرې راټولیږي د چا یاد به ويچې د مئېن پرده په کې وي نو صحرا به ويد مینې ذات ګټل له کس ناکس نه نه کیږيزړګیه پریږده، غم یې مه کوه لګیا به ويډیوې که سترګې وي له شرمه به اخر مړې شياو که ډیوې وي ګلې بلې تر سبا به ويخولګۍ ته بل قیمت

12.02.2012 – جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

غزل بیا مې چا سره تر نیمو شپو کیسې روانې ديځکه مې غزل کې د سلګو کیسې روانې ديژوند کې تر هغې د میکدو کیسې روانې ديعشقه چې زما او ستا تر څو کیسې روانې ديستا حسن حسینې؛ که له نورو جدا نه ستایووچو سره دلته د لمدو کیسې روانې ديموږ په هغه ځمکه د نغمو د ګلو کر کووچیرته چې په پل ، پل د جګړو کیسې روانې ديشرنګ د لیون

12.02.2012 – جلال امرخېل

غم / جلال

  غم ....ویل یې ځه کنه ویده شه ما ویل نه راځي خوبونه ویل یې څه درباندې شويما ویل زړه کې مې دردونه ویل یې څه بلا درشوېما ویل زړه باندې مې غم دیویل یې شکر پرې وباسه چې زما له

12.02.2012 – جلال امرخېل

قلندرې / جلال امرخېل

قلندرې لاس دې تاو د ژوند له غاړې قلندرې!نور نو څه له خدایه غواړې قلندرې! کوم بې وسه دې په زړه باندې نیولی؟ په زیارت باندې ولاړې قلندرې!یو قیامت خو ستا راتګ راباندې تیر کړبل قیامت شو چې ته لاړې قلندرې! تا د خپل احساس د کیف خبر وا نه خیستتل د بل له غمه ژاړې قلندرې! زړه دې ځار مستې ملنګې، شوخې شنګې

12.02.2012 – جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

الله ته یې پر شونډو د دعا نیولی یم تر عرشه یې په لپو وارخطا نیولی یمڅه توره شپه خو نه ده چې منکر یې شم په نوم په غیږ کې د هغې یې په رڼا نیولی یم چې زه او ته په خپله شوو پخلا کلونه پسموسم د خوشالۍ دی، زه ژړا نیولی یممفتي ؛ ووایه حد د شریعت دې دی اوس څه ؟یو چا د خپل غلا شوي زړه په غلا نیولی یم ځه نورو خو به شور کاوه کوڅو

12.02.2012 – جلال امرخېل

ورځه په مخه دې ښه / جلال

  نظم ..... یوه تلونکي ملګري ته ورځه په مخه دې ښه زما په سترګو کې د اوښکو قطرې نه دي پاتې چې ستا په تګ یې توی کړم ورځه په مخه دې ښه له شا نه غږ درپسې هم نه کوم له کچۍ ګوتې دې هم نه نیسم چې ودریږه د زړه له درد

12.02.2012 – جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

زمونږ د پلونو نښانې ورانوې سینده؛ تور داغ دې له سینې ورانوېله کتابچې نه چې نامې ورانوې جینۍ ؛ د چا د درد کیسې ورانوې؟  زمونږه زړونه ، غمه نه ماتوې د ماشومانو اشیانې ورانوې زما نیټه جوړې اوږده ده چې ته په دېوال کرښې جوړوې ، ورانوې ملا ؛ ازار به درله ملا ماته کړي ته چې جومات له میخانې ورانوېیه د ګم

12.02.2012 – جلال امرخېل

‍
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more