کلونه پس د چا مسج راغی
....................................................

کلونه پس د چا مسج راغی
خو ما لا لوستلی نه دی
تر پښو لاندې مې د ځمکې اورورینې خاورې
ګلونه وټوکول
...
ای د مئېنو خدایه
شکر دی شکر چې دې بیرته مهربانه کړله
شکر چې و دې وژل
هغه د شک او د ګمان د کپچه مار زهر
زما د ژوند ، زما د مینې د یکتا محبوبې
په زړه ، په روح او د وجود په هر یو رګ رګ کې
شکر دی شکر چې کلونه پس یې
زما د مینې وحدانیت باندې یقین وشو
...
کلونه پس د چا مسج راغی
خو ما لا لوستی نه دی
ما د فیسبوک اکاونټ یوازې په همدې خاطر
کلونه وشول ختم کړی نه دی
زه باوري وم چې یو ورځ به دا مسیج راځي
او په سرلیک کې به د (مینې ورځ )عنوان لیک وي
...
ای د مئېنو خدایه
شکر دی شکر چې زموږ فریاد دې هم واورید
زما د خوږ زړه په درزا هم مهربانه شوې
د انتظار د اور شیبې دې پرې رالنډې کړې
...

کلونه پس د چا مسج راغی
زه به یې څنګه لولم؟
د سترګو نور مې د لیپټاپ شیشې خوړلی ښکاري
ګوتې مې ریږدي په کیبورډ هیڅ حرکت نه کوي
د ماوس په کلک باندې مې زړه رپي
له خوشالۍ نه مې له سترګو تړمې اوښکې راځي
ځان سره وایم چې
هغې به څومره سمبولونه د بخښنې رالیږلې وي
او کوم کارټون ته به یې ګل په لاس ورکړی وي؟
د محبت د ورځې سور کارت به یې
په فوټوشاپ یا کورل ډرا کې ډیزاین کړی وي؟
په یو طرف به یې زما هغه غمجن تصویر
په بل طرف به یې د خپلې مستانه خندا
تصویر جوړ کړی وي
...
ای د مئېنو خدایه
ما ته یې دا څنګه سزا راکړه
د محبت په ورځ یې هم د غم ډالۍ راکړه
ته خو زما د محبت له وحدانیت نه ښه خبر یې کنه ؟
ته خو پوهیږې چې دا څو کلونه
ما د هغې له تګ نه پس بل چا ته زړه بیخي نیولی نه دی
او په همدې تمه د ژوند دا تورې شپې رڼوم
چې د ګمان زهر یې ختم شي نو را به شي
...
کلونه پس د چا مسج راغی
ای د مئېنو خدایه
د محبت په پاکه ورځ یې راته څه لیکلي؟
( ما ویل دریاده کړم
چې نن د مینې ورځ ده
همدا دې ورځ ده چې زما په شان ساده نجونو ته
د محبت په نوم دهوکه ورکړې
یوې ته ګل ولیږې بلې ته غونچه ورکړې
یوې ته شعر ولیږې ، بلې ته ټپه ولیږې
او کومې بلې ته
د ولنټاینسو افسانه ولیږې )