په بلۍ دې لوپټه مالومه نه شوه
نن زما د زړه لمبه مالومه نه شوه

په خندا کې له انکار سره عادتې!
په سلګیو کې دې نه مالومه نه شوه

زما یو د کینې لفظ لکه اور خپور شو
زما مینه چا سره مالومه نه شوه

چې کوم روخ به مې د روح لمبو ته نیسي
د ګلرخې فیصله مالومه نه شوه

تا زما زړه د غزل سترګو کې ولوست
ما ته ستا د زړه کیسه مالومه نه شوه

سپوږمۍ راغله ، په وعده د کلي منځ ته
سپوږمۍ لاړه خو هغه مالومه نه شوه

زندګي د اور شغلو ویوړه جلاله
که له لمره تاویده ؟ مالومه نه شوه

جلال