غزل
ملنګ سړی یم پاچاهي راواخلم خس یې کړمه
زړه مې سل ځایه کړم ، د کس او د ناکس یې کړمه
د چا نرۍ غوندې مسکا وي خو چې شعر ته راشي
د جرمنۍ ماشینې غم یې کړم ، کړس کړس یې کړمه
زه ښه پوهیږم چې د جنګ ګټلو وس نه لرم
خو خپل پښتون غرور مې نه پریږدي چې بس یې کړمه
اوښکې دې وګرځم ، ساده خو دومره هم نه یم چې
ستا د پردې خبره واخلم د مجلس یې کړمه
یاد دې پنځه وخته رواج دی ، محبت خو نه دی
محبت داسې وي چې ساه یې کړم، نفس یې کړمه
یو څو خواره واره لفظونه کړم راټول جلاله
د پرهر څړیکې د خپل قام د خپل ولس یې کړمه
11.06.2012
- جلال امرخېل
غزل
پرخه مدام د ګل د پاڼې پر لېمه خوږه وي چې زما غم کې وي ستا اوښکه پر باڼه خوږه وي
نجونې خوږې وي منم ټولې ؛خو يوه نيمه بيا لکه د يخ پغمان د سيند خوږې اوبه خوږه وي
چې د چا ياد وي ، شاعري وي او ډيوې بليږي هغه شېبه ،هغه لمحه د بېلتانه خوږه وي
ما ويل...
11.06.2012
- جلال امرخېل
په بلۍ دې لوپټه مالومه نه شوه نن زما د زړه لمبه مالومه نه شوه
په خندا کې له انکار سره عادتې! په سلګیو کې دې نه مالومه نه شوه
زما یو د کینې لفظ لکه اور خپور شوزما مینه چا سره مالومه نه شوه
چې کوم روخ به مې د روح لمبو ته نیسيد ګلرخې فیصله مالو...