غزل

پرخه مدام د ګل د پاڼې پر لېمه خوږه وي
چې زما غم کې وي ستا اوښکه پر باڼه خوږه وي

نجونې خوږې وي منم ټولې ؛خو يوه نيمه بيا
لکه د يخ پغمان د سيند خوږې اوبه خوږه وي

چې د چا ياد وي ، شاعري وي او ډيوې بليږي
هغه شېبه ،هغه لمحه د بېلتانه خوږه وي

ما ويل خدای خو به دې زلفې په لاس راکړي کنه
ويل يې ګوړه ګوړه وايه چې دې خوله خوږه وي

ستا شيشکتوب ته مې په دغې اسره ژوند کړی دی
چې وي په خوله لږه ترخه ، هغه په زړه خوږه وي

کابل کې نور څه دي جلاله بې له ښکلو سترګو
زما غزله بې له مينې نور په څه خوږه وي ؟

جلال