بدلیږي چې د ښکلو بانه ګرو بهانه
نو ما ته هم خدای راکړي د سندرو بهانه

په تش سلام به مونږ دواړه څنګ نه بدناموي؟
دنیا ته خو په کار وي د خبرو بهانه

د زړه کتاب مې بیا کړ رقیبانو لولپه
چې دا ځل به وي څه د لنډغرو بهانه

چې تورې شوې ، سرې شونډې ستا، زما په رنځورتیا
خو ما ته دې کړه جوړه د ګورګرو بهانه

ته ووایه چې ښه مې کول ، ښه چې نه راتلم
مزه نه کړي په خوله د زورورو ، بهانه

جلاله لیونتوب وي انتها د ساده توب
ګڼې چې مجبوریت د ستمګرو بهانه

جلال امرخېل