....

واه شاعرې قلندرې
د غزلو سمندرې
د هر لفظ بلا دې واخلم
لکه ستا هندکي باڼه دي
نېغ په زړه باندې لګیږي
که خوږیږي که دردیږي
خو د ګل غوندې غوړږي
بې اختیاره او بې واره
یوه څړیکه ورنه خیژي
دغه څړیکه دغه کړیکه
چې د شونډو سر ته راشي
په خندا شي او ګویا شي:
واه شاعرې قلندرې
د غزلو سمندرې
د هر لفظ بلا دې واخلم
لکه ستا هندکي باڼه دي
نېغ په زړه باندې لګیږي

جلال