خدای مې کړ داسې پریشان ارمان
ستا د خواره اوربل په شان ارمان

رانه دا څو ورځې هیر کړی و
غم د وطن ، غم د جانان ، ارمان

کوم روغ سړی دا لیونتوب کوي؟
کوم لیونی کړي د ګریوان ارمان ؟

غیږې ته راغله نو ارمان راغی
کاشکې و پاتې دا ارمان ، ارمان

د ګل غوټۍ د ګل کیدو په خیال
کوي د اوښکو د باران ارمان

ویل یې پوره دې هر ارمان شه خو
خدای دې پوره مه کړه هیڅ وران ارمان

که د غزل د مړوند شرنګ پټ کړم
جلاله و به کړي یاران ارمان

جلال امرخېل