غزل
چیرته یې ویسم او په چا یې څه چاره وکړمه ؟
پرې ، چې د خپل زړه د زخمونو ننداره وکړمه
یوه خندا د چا بس کیږي؟ خو بې وسه یمه
ځه مړه خیر دی په همدې به ګذاره وکړمه
اوس هسې راغلم چې احوال دې د زړګي واخلمه
شپه دې په خیر شي ، شپه به بل وخت درسره وکړمه
منکره هم نه شوه ؛ خو دومره یې سلګو کې وویل
ستا په یارۍ باندې به فکر دوباره وکړمه
د غزل راز به لږ په رمز او کنایه کې وایم
خوند به یې لاړ شي که خبره یې ښکاره وکړمه
جلاله پته یې د کور که رانه وغوښته نو
په پټو سترګو به یې زړه ته اشاره وکړمه
جلال امرخېل
11.06.2012
- جلال امرخېل
زلفې دې پریشانې دي ، لیمو کې دې حسرت دی بیا دې د چا مرګ لپاره کړی مصلحت دی ؟
موږ ته سر وهل په تیشه ، څه غر نړول دي؟موږ په خسروي ماحول کې کړی محبت دی
چرته مو نوم نقش نه شو د زړونو په کتاب کېڅه که په ډهلي باندې مو کړی سلطنت دی
راشه کنه ، بې انتها ستړی شوم له ژونده راشه کنه ، اوس مې والله تا...
11.06.2012
- جلال امرخېل
خدای مې کړ داسې پریشان ارمانستا د خواره اوربل په شان ارمان
رانه دا څو ورځې هیر کړی و غم د وطن ، غم د جانان ، ارمان
کوم روغ سړی دا لیونتوب کوي؟کوم لیونی کړي د ګریوان ارمان ؟
غیږې ته راغله نو ارمان راغی کاشکې و پاتې دا ارمان ، ارمان...