زلفې دې پریشانې دي ، لیمو کې دې حسرت دی
بیا دې د چا مرګ لپاره کړی مصلحت دی ؟

موږ ته سر وهل په تیشه ، څه غر نړول دي؟
موږ په خسروي ماحول کې کړی محبت دی

چرته مو نوم نقش نه شو د زړونو په کتاب کې
څه که په ډهلي باندې مو کړی سلطنت دی

راشه کنه ، بې انتها ستړی شوم له ژونده
راشه کنه ، اوس مې والله تا ته ضرورت دی

* مړاوی درنه نه شي ،خوشبويي د ټول ولس ده
خوسته دا ګلاب مې ستا په سترګو امانت دی

لا هم په نړۍ کې تمدن په زړه رنځور دی
لا هم د خدایانو انحصار کې انسانیت دی

لاس که د چا ، ستا ګریوان ته پریوته جلاله
پوه شه چې هماغه وخت په تا باندې قیامت دی

جلال امرخېل

* په خوست ولایت کې زما د خوښې شاعر لطیف الله یادوم.