غزل

ښایسته ځوانان به چې په ملا درماتیدل درپسې
لکه شمال دې چنارونه ځنګول درپسې

ته له اوله وې تصویر زما د زړه سترګو کې
ما تر اخره کتابونه لټول درپسې

د لمر شغلې چیرته دې زړونه سوځول ټوله شپه؟
د اوښکو ستوري تر سهاره ګرځیدل درپسې

اوس خو رقیب نه هم هیر شوی د خبرو چل دی
ښه شوه ښه ، ما وې که تنها زه شوم پاګل درپسې

که لیونۍ مې نه کړې بیا مې قلندر مه بوله
په تعویذه کې مې لیکلی دی غزل درپسې

سپرلی جبینې ! ستا راتلل پر کلي هسې نه دي
لکه د ګل غوټۍ مو زړونه چاودول درپسې

د زړه د کور په کوم یو ګوټ کې پټیدې جلاله ؟
چې تنهایۍ د زړه ورونه ټکول درپسې