قسم

ما چې په دوه دیرش سیپارو درته قسم وکړ
چې ما له تا نه بغیر
چا سره مینه کله کړې نه ده

تا په کټ کټ وخندل
او له خندا سره سلګو واخستې
او له سلګو سره دې وویل
چې ته په زړه کې ټګ یې
دا ستا قسم غلط دی
تا نه حساب د سیپارو غلط دی
نو درنه شمیر د یارانو غلط دی

لاړې پناه شوې د سلګو له انګازو سره
د تلفون له بندیدو سره
زما وروستۍ خبره پاتې شوه
ګلې تا وا نه وریده
چې ما خو ستا په دوه و سترګو هم قسم کړی و

جلال