قلندرې !!!!

قلندرې ! زړه مې خپل وجود کې تنګ دی
قلندرې ! يو عذاب راباندې خور دی
جل وهلي رانه تمه د درياب کړي
خو زه دښته يم ، سراب راباندې خور دی

قلندرې ! اندامونه مې درانده دي
په سرک باندې پښې ځان پسې کاږم
د منزل پر لور يو ګام راسره نه ځي
شاړې ، لارې او کوڅې ځان پسې کاږم

قلندرې ! زړه مې ډک له محبته
قلندرې ! خو دنيا رانه خفه ده
لمر ، سپوږمۍ ، ډيوه د ټولو په شريکه
خو زما په سترګو توره تاريکه ده

قلندرې ! نامالومه درد مې زړه خوري
قلندرې ! زه پرې خپله نه پوهېږم
خو بس دا چې يو غبار ته مخامخ يم
د پنسل د ليک په شانتې محوه کېږم

قلندرې ! زه له ژونده داسې ستړی
لکه ستړی انسانيت وي نور له جنګه
بې مطلبه ، بې معنا ضد وي اخستی
پرېښودلی يې اوس هم نه شي له ننګه

قلندرې ! زړه خو زړه وي غر خو نه وي
چې په مات حالت يې ځان سره روان کړم
ځان ته وايمه ،چې زه يوازې ښه يم
نور مخلوق ځان سره ولې پرېشان کړم

قلندرې ! که اواز مې در رسيږي
زړه مې مه نيسه ، اواز خو راته راکړه
د ژوندون د نغمې راګ رانه خطا دی
نوې ساه راکړه ، يو ساز خو راته راکړه

جلال