غزل

د محبت غم دې رانجه رانجه چې کړم سترګو ته
بیا که هر چیرته تلم خو بیرته به راتلم سترګو ته

کم نصیبي په هر حالت رارسیدلې راته
پخوا دې سترګو پسې مړ وم نن دې مرم سترګو ته

که د جګړې اور سپیلني په وطن لولپه کړل
ته خفه مه شې دا دی زړه دردودوم سترګو ته

اجل نیولی ماشی سترګو ته راځي ، متل دی
که مې پوره نه وای نو نه به پریوتم سترګو ته

د زمانې په حوادثو باندې څه باور دی
پریږدئ چې سترګې غټې غټې غړوم سترګو ته

شاعر سړی یم ، پاچاهي به رانه لرې ساتئ
که نه دا ټول ملت په یو ځل ځاروم سترګو ته

جلاله! بیا ورنه ډوډۍ په تنور وسوځیده
لکه چې بیا یې وږی وږی ودریدم سترګو ته