الله ته یې پر شونډو د دعا نیولی یم
تر عرشه یې په لپو وارخطا نیولی یم
څه توره شپه خو نه ده چې منکر یې شم په نوم
په غیږ کې د هغې یې په رڼا نیولی یم
چې زه او ته په خپله شوو پخلا کلونه پس
موسم د خوشالۍ دی، زه ژړا نیولی یم
مفتي ؛ ووایه حد د شریعت دې دی اوس څه ؟
یو چا د خپل غلا شوي زړه په غلا نیولی یم
ځه نورو خو به شور کاوه کوڅو کې ستا د ښار
پاچا ؛ زه یې د خپل زړه په درزا نیولی یم
که ته نه یې ، ستا زړه او ستا اروا نه ده جینۍ
نو زه د عشق لمبو ته وایه چا نیولی یم؟
جلاله زه هر چا ته تندی نه وړم ټيټ او پاس
یارانو بس په دې یوه خطا نیولی یم
جلال امرخېل
کشمالي