نظم ..... یوه تلونکي ملګري ته
ورځه په مخه دې ښه
زما په سترګو کې د اوښکو قطرې نه دي پاتې
چې ستا په تګ یې توی کړم
ورځه په مخه دې ښه
له شا نه غږ درپسې هم نه کوم
له کچۍ ګوتې دې هم نه نیسم چې ودریږه
د زړه له درده مې فریاد درپسې هم نه کوم
درته په تلو تلو کې نارې نه وهم
چې بې له تا به په ما څه تیریږي
ژوند به مې بد او که به ښه تیریږي
...
ورځه په مخه دې ښه
ما مې له زړه سره یوازې پریږده
د دې پرهر په ژبه ته نور پوهیدلی نه شې
له ما بدنامه سره ته پر لاره تللی نه شې
ته اوس د مینې له مسلک نه بل مسلک ته لاړې
ته اوس زما شاعرانه ارواح پاللی نه شې
..
ورځه په مخه دې ښه
درته نارې نه وهم
درته قران مخې ته نه غورځوم
چې ستا په تګ ما ته تهمت د ټول جهان جوړیږي
خلک به ټول راته په کرکه ګوري
خو خلک څه خبر دي؟
خلک په دې خبره څه پوهیږي دي؟
چې ته د مینې له مسلک نه بل مسلک ته لاړې
په دې خو ګله زه او ته پوهیږو
ورځه په مخه دې ښه
درته نارې نه وهم
درته قران مخې ته نه غورځوم
چې ستا په تګ ما ته تهمت د ټول جهان جوړیږي
خلک به ټول راته په کرکه ګوري
خو خلک څه خبر دي؟
خلک په دې خبره څه پوهیږي دي؟
چې ته د مینې له مسلک نه بل مسلک ته لاړې
په دې خو ګله زه او ته پوهیږو
....
ورځه په مخه دې ښه
زما په سترګو کې د اوښکو قطرې نه دي پاتې
چې ستا په تګ یې توی کړم
زه ستا له تللو نه پس خپل ځان سره هم نه ژاړم
زه د حالاتو او زمان ناکردو
اوس یوې داسې مرحلې ته رسولی یمه
که مې د خپل وجود دا نیمه حصه
هم راته ووايي چې ځم درنه
زه به یې درد لږ هم احساس نه کړم
ورته به ښه په خوشالۍ ووایم
ورځه په مخه دې ښه
...
جلال امرخېل
ورځه په مخه دې ښه
زما په سترګو کې د اوښکو قطرې نه دي پاتې
چې ستا په تګ یې توی کړم
ورځه په مخه دې ښه
له شا نه غږ درپسې هم نه کوم
له کچۍ ګوتې دې هم نه نیسم چې ودریږه
د زړه له درده مې فریاد درپسې هم نه کوم
درته په تلو تلو کې نارې نه وهم
چې بې له تا به په ما څه تیریږي
ژوند به مې بد او که به ښه تیریږي
...
ورځه په مخه دې ښه
ما مې له زړه سره یوازې پریږده
د دې پرهر په ژبه ته نور پوهیدلی نه شې
له ما بدنامه سره ته پر لاره تللی نه شې
ته اوس د مینې له مسلک نه بل مسلک ته لاړې
ته اوس زما شاعرانه ارواح پاللی نه شې
..
ورځه په مخه دې ښه
درته نارې نه وهم
درته قران مخې ته نه غورځوم
چې ستا په تګ ما ته تهمت د ټول جهان جوړیږي
خلک به ټول راته په کرکه ګوري
خو خلک څه خبر دي؟
خلک په دې خبره څه پوهیږي دي؟
چې ته د مینې له مسلک نه بل مسلک ته لاړې
په دې خو ګله زه او ته پوهیږو
ورځه په مخه دې ښه
درته نارې نه وهم
درته قران مخې ته نه غورځوم
چې ستا په تګ ما ته تهمت د ټول جهان جوړیږي
خلک به ټول راته په کرکه ګوري
خو خلک څه خبر دي؟
خلک په دې خبره څه پوهیږي دي؟
چې ته د مینې له مسلک نه بل مسلک ته لاړې
په دې خو ګله زه او ته پوهیږو
....
ورځه په مخه دې ښه
زما په سترګو کې د اوښکو قطرې نه دي پاتې
چې ستا په تګ یې توی کړم
زه ستا له تللو نه پس خپل ځان سره هم نه ژاړم
زه د حالاتو او زمان ناکردو
اوس یوې داسې مرحلې ته رسولی یمه
که مې د خپل وجود دا نیمه حصه
هم راته ووايي چې ځم درنه
زه به یې درد لږ هم احساس نه کړم
ورته به ښه په خوشالۍ ووایم
ورځه په مخه دې ښه
...
جلال امرخېل