زمونږ د پلونو نښانې ورانوې
سینده؛ تور داغ دې له سینې ورانوې

له کتابچې نه چې نامې ورانوې
جینۍ ؛ د چا د درد کیسې ورانوې؟ 

زمونږه زړونه ، غمه نه ماتوې
د ماشومانو اشیانې ورانوې

زما نیټه جوړې اوږده ده چې ته
په دېوال کرښې جوړوې ، ورانوې

ملا ؛ ازار به درله ملا ماته کړي
ته چې جومات له میخانې ورانوې

یه د ګمان بلا ؛ په ځان ولګې
د خلکو جوړې یارانې ورانوې

جلاله ته د محبت بندونه
د ورځې شل وارې تړې ، ورانوې

جلال امرخېل