یو زړه چاودون .............. نصرت الهام ته

عشق لکه د شمعې ، ورکیدو سره یې مخ کړم
راشه کنه وګوره ، لمبو سره یې مخ کړم

شرنګ شرنګ د بنګړو و، زولنو سره یې مخ کړم
شور د سمندر و ، ډوبیدو سره یې مخ کړم

څه و زړه چاودون ؟خو بس غوټۍ وه ، ګل کیدله
درد به و ، خو کیف د موسیدو سره یې مخ کړم

ووتم له کوره د الله د کور په لوري
زور د خمار بر شو، میکدو سره یې مخ کړم

څه ظالم نصیب دی ، څه ظالمې تماشې کا
ګوره څه ظالمو تماشو سره یې مخ کړم

نه مې په کې سترګې وینم نه مې په کې داغ زړه
دا څه له ګمنامو ائېنو سره یې مخ کړم

زه خو داسې غوټ پر ملا مات شوی کله نه وم
دا ځل نو له کومو حادثو سره یې مخ کړم؟

خپله مې خپل ځان ته مخامخ صف کې ولاړ یم
خپله د خپل ځان له جنګیدو سره یې مخ کړم

نن مې په سبا ، سبا مې بل سبا ته سپاري
اه ، څه له بې لوظه زمانو سره یې مخ کړم

جلال