غزل

درد که مې د زړه دی ، تماشه د ټولو خلکو ده
دا زما  کیسه نه ده ، کیسه د ټولو خلکو ده

لنډ تاریخ تکرار شو خو ولس مې چوپه خوله پاتې
ته وا جوړ کمزورې حافظه د ټولو خلکو ده

زه ستا د ښکلا رڼا له خلکو ولې پټه کړم ؟
لمر دی که سپوږمۍ ده که ډیوه، د ټولو خلکو ده

داغ د تهمت هم ښه دی ، تندی ورباندې ښه ښکاري
لږه تاریکه ګوره پرده د ټولو خلکو ده

چیرته یې د لمر شغلې ، دنیا تیارو نیولې ده
راشه چې ستا سترګو ته اسره د ټولو خلکو ده

یو سړی خو نه دی ، دوه او درې جلاله هم نه دي
ستا له عادتونو نه ګیله د ټولو خلکو ده

جلال امرخېل