قلندرې

لاس دې تاو د ژوند له غاړې قلندرې!
نور نو څه له خدایه غواړې قلندرې!

 کوم بې وسه دې په زړه باندې نیولی؟
 په زیارت باندې ولاړې قلندرې!

یو قیامت خو ستا راتګ راباندې تیر کړ
بل قیامت شو چې ته لاړې قلندرې!

تا د خپل احساس د کیف خبر وا نه خیست
تل د بل له غمه ژاړې قلندرې!

زړه دې ځار مستې ملنګې، شوخې شنګې
ټپه مارې ، سندرغاړې ، قلندرې!

دا غرور به دې زوال شي ، تویوې چې
ته پر ځمکه د خولې لاړې ، قلندرې!

ائېنې په تصویرونو پسې نه ځي
ښه شوه ته هم سترګې نغاړې قلندرې!

چاپېریال دې په سندرو لمبه کړی
د کوم اور خبرې ژباړې قلندرې؟

زړه ته راغلې، ابادي دې په کې وکړه
د دې ښار کوڅې وې شاړې، قلندرې!

جلال امرخېل