غم ....
ویل یې ځه کنه ویده شه
ما ویل نه راځي خوبونه
ویل یې څه درباندې شوي
ما ویل زړه کې مې دردونه
ویل یې څه بلا درشوې
ما ویل زړه باندې مې غم دی
ویل یې شکر پرې وباسه
چې زما له غمه کم دی
ما ویل غم دې په دیوال شه
ویل دیوال خو به اوبه کړي
ما ویل غم دې شه په غرونو
ویل یې غرونه به ذرې کړي
ما ویل غم دې په ځنګل شه
ویل ځنګل به مړې ایرې کړي
ما ویل غم دې په دریاب شه
ویل دریاب به وچ لښتی کړي
ما ویل غم دې خدای په ما کړه
ویل یې ژبه دې ګونګۍ شه
جلال
12.02.2012
- جلال امرخېل
قلندرې لاس دې تاو د ژوند له غاړې قلندرې!نور نو څه له خدایه غواړې قلندرې! کوم بې وسه دې په زړه باندې نیولی؟ په زیارت باندې ولاړې قلندرې!یو قیامت خو ستا راتګ راباندې تیر کړبل قیامت شو چې ته لاړې قلندرې! تا د خپل احساس د کیف خبر وا نه خیستتل د بل له غمه ژاړې قلندرې! زړه دې ځار مستې ملنګې، شوخې شنګې...
12.02.2012
- جلال امرخېل
غزل بیا مې چا سره تر نیمو شپو کیسې روانې ديځکه مې غزل کې د سلګو کیسې روانې ديژوند کې تر هغې د میکدو کیسې روانې ديعشقه چې زما او ستا تر څو کیسې روانې ديستا حسن حسینې؛ که له نورو جدا نه ستایووچو سره دلته د لمدو کیسې روانې ديموږ په هغه ځمکه د نغمو د ګلو کر کووچیرته چې په پل ، پل د جګړو کیسې روانې ديشرنګ د لیون...