غزل

بیا مې چا سره تر نیمو شپو کیسې روانې دي
ځکه مې غزل کې د سلګو کیسې روانې دي

ژوند کې تر هغې د میکدو کیسې روانې دي
عشقه چې زما او ستا تر څو کیسې روانې دي

ستا حسن حسینې؛ که له نورو جدا نه ستایو
وچو سره دلته د لمدو کیسې روانې دي

موږ په هغه ځمکه د نغمو د ګلو کر کوو
چیرته چې په پل ، پل د جګړو کیسې روانې دي

شرنګ د لیونو د زولنو په کې ګونګ شوی دی
اوس په ښاریه کې د بنګړو کیسې روانې دي

ځای په ځای ولاړې دي زما د زړه د سوخت کیسې
ستا د ماتو څڼو د وږمو کیسې روانې دي

تا سره یاري جلاله نه کوم ، ړنده نه یم
تا سره د شلو جینکو کیسې روانې دي

جلال امرخېل