اور به وي ، شور به وي، ژړا به وي خندا به وي
تر څو چې ژوند وي دا مستي او دا غوغا به وي
چې زما زړه پرې راټولیږي د چا یاد به وي
چې د مئېن پرده په کې وي نو صحرا به وي
د مینې ذات ګټل له کس ناکس نه نه کیږي
زړګیه پریږده، غم یې مه کوه لګیا به وي
ډیوې که سترګې وي له شرمه به اخر مړې شي
او که ډیوې وي ګلې بلې تر سبا به وي
خولګۍ ته بل قیمت مالوم کړه چې څه ګرانه شي
که دې د سر په بدله کړه نو وړیا به وي
خلکو په دروغو ویل چې دروغ دي زما و ستا کیسې
خو تا چې وویل رښتیا دي نو رښتیا به وي
که له جلاله څوک خفه وي بس یو ته به یې
چې له ملنګه یې زړه مات وي نو باچا به وي
جلال امرخېل
کشمالي