غزل
چې نړوي تل د معصومو هيلو څلی زما
د زړه ګلاب ورته پر لويه لار شيندلی زما
هغه تصوير به کړم د زړه پر وينو بېرته تکميل
چې زمانې ورنه د مينې رنګ توږلی زما
تا به هم ما سره ژړلي وای پر ما تنهايۍ !
خو تا تر اوسه د زړه داغ نه دی ليدلی زما
دنيا دې ووايي چې مړ شو ؛ خو زه مړ نه يمه
ما ته لا هم د مرګ خبر نه دی راغلی زما
د چا ګيلې دي ،چې پر لاره قدم ږدم ځنګېږم؟
کوم غزلبول د روح رباب دی شرنګولی زما؟
له زړه يې خدای تعالی خبر چې په کې څه پراته دي
خو د ورغوي په حنا يې نوم ليکلی زما
ما نه چې بل څوک هم خفه شي ما ته ته راياد شې
ای راته وايه د زړه کوم رګ دې نيولی زما ؟
لا ډېر الفاظ غواړم چې حق يې کړم د سترګو ادا
لا هم جلاله غزل هومره نه دی ښکلی زما
جلال امرخېل