څه به مې زړه له تا نه پټ ګرځوه
....

څه به مې زړه له تا نه پټ ګرځوه
څه به مې ټول عمر د سيند په غاړه
د جل وهلې تندې
مظاهره کوله

څه به مې زړه له تا نه پټ ګرځوه
څه به مې هره ورځ
له ائېنې سره تمرين کوه
چې مې جرات زيات شي
او ستا په سترګو کې مې دواړه سترګې ښخې کړم
درته د خپل زړه د درزا حالونه ټول ووايم

څه به زړه له تا نه پټ ګرځوه
څه به مې تا نه د خپل زړه زخمونه پټ ساتل
څه به مې هر سبايي
له ګل فروشه ستا په نوم باندې راخستی ګل
لکه د خپل زړه
تر مازيګره کور ته مړاوی مړاوی بېرته راوړ

څه به مې زړه له تا نه پټ ګرځوه
څه به مې هره شپه د تيرې شپې
تا ته ليکلي ټول خطونه سوځول
او بيا له سره ليکل

څه به مې زړه له تا نه پټ ګرځوه
څه به مې تا نه پټوله کيسه
څه به مې ستا تصوير
او د طاووس بڼکې
او د ګلاب پاڼې
او د نرګس سترګې
او د مرسل وږمې
او د " سالک " غزل
په کتابچه کې ستا له سترګو نه پناه ګرځول
او ستا له زړه نه ناخبره ساتل

ښه شوه چې نن مې کتابچه رانه په مېز پاتې وه
ښه شوه چې هر څه دې په خپلو سترګو وليدل
زه له عذابه خلاص شوم
له اظطرابه خلاص شوم

اوس که عذاب که اظطراب وي
که بې خوبي وي ، که د شپې د خط ليکل سوځول
او که تمرين له ائېنې سره وي
ټول به په تا وي
چې ځواب به راته څنګه راکوې شيرينې