غزل 

چې پلو دې ونيوه ، په دواړو سترګو 
اخ قربان خو دې شم زه په دواړو سترګو 

ستا د زړه د خپلولو په خاطر اوس
ښکلوم کاڼي د غره ، په دواړو سترګو 

خنجرونه اهنګر په اور ستي کړل 
او که ستا دي تور باڼه په دواړو سترګو 

دوی چې غلا کوي نو مونږ ته داسې ګوري 
لکه مونږ چې يو ړانده په دواړو سترګو 

ته يې وايه ، ته يې وايه ، زه يې منم 
ستا خبرې په سر ، زړه ، په دواړو سترګو

شرمېدې به ، که دې سوال منظورولو ؟ 
ای چې لاس دې ايښوده په دواړو سترګو

د شوګير وينې ډنډ شوي دي جلاله
چې زخمونه مې شوه شنه په دواړه سترګو