کشمالي


غزل / جلال امرخېل

غزل بې روخه که هر څومره دي روحونه د ګلرخو راځي به پر دې لاره کاروانونه د ګلرخو دا بیا کوم د غضب ښامار پر دې وطن نازل شو؟دا بیا چې پر اوږو شول ټوپکونه د ګلرخو؟وړو لپو کې امن درنه غواړي ماشومانېوا خدایه لږ خو واوره فریادونه د ګلرخوزما چې د غزلو هغه شرنګ اوس پاتې نه دیپه ما باندې بند شوي دیدنونه د ګلرخو په زړه کې مې تازه تازه وږمې شوې د یادونوکتاب کې مې وچ شوي دي ګ

24.09.2011 جلال امرخېل

د دوه ویشتمې پیړۍ لمر، نظم / جلال امرخېل

د دوه ویشتمې پیړۍ لمر په نړۍ کې اوازه ده چې یو لمر دی راختونکی داسې لمر چې په نړۍ کې به د امن نظر خور کړيد بشر د مخ داغونه به ټکور کړيهر طرف ته به د ظلم تاج نسکور کړيغنمرنګ به ځار له سپینه کړي او سپین به ځار له تور کړيانسانیت به په رښتیا کړيشرافت د مخلوقاتوسره ګلونه به په لویشته لویشته ځمکه رازرغون کړيښکلی ښکلی به د هر انسان ژوندون کړيد دې لمر له راختو پسبه څوک نه تویوي وینه کائېنات به د باروتو لوګي

20.09.2011 جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

غزل د ژوند د خوشحالو هره ادا رانه خفهدا ته رانه خفه یې که دنیا رانه خفه زه غواړمه چې زنې ته دې بیا دروړمه لاسته ځه کنه یو ځلې خو شه بیا رانه خفه خفګان مو تر منځ لوی شو خو خبر نه یو په دېچې زه ورنه خفه یم او که دا رانه خفه ګیله به مې د بدې ورځې نه ورته کومالله ! رانه خفه نه شي، الله! رانه خفه چې نه وړم د هر چا هرې خبرې سره سرملګري بس په دې یوه خطا رانه خفه بلا خو دې د

17.09.2011 جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

غزل شرنګ شرنګ دې د شور نه شته پرهرونه دې ویده ديزړګیه ! د غزلو مست لفظونه دې ویده دي اسمانه! وا ناځوانه! زندګي شوه په ما ورانهنارې مې نه در رسي که غوږونه دې ویده دي قدم زما د زړه پر بام په پام ږده مومن خانې!راویښ نه شي، شیرین شیرین یادونه دې ویده دي خوشبو چې د ګلاب د وږمو نه شې حس کولیزخمونه دې راوسکونډه ، زخمونه دې ویده دي وطنه! ګل وطنه! چې ګلونه دې قتلیږيکه غرونه دې بیدار د

17.09.2011 جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

غزل لارو کوڅو خو ډنډورې راپسې ډیرې وکړېد بدنامۍ یې نغارې راپسې ډیرې وکړې موږ ځان په خپله په ویدو وهلی نه پاڅیږوکه نه وختونو خو نارې راپسې ډیرې وکړېپه پریوتو کې دې تکیه راباندې و نه کړله په ګډیدو کې دې پیرې راپسې ډیرې وکړې زه چې له کوره په سفر د ژوند او مرګ راوتمچا له بلۍ نه اشارې راپسې ډیرې وکړې په خوله دې وبخښلم ، هیڅ ګیله دې هم و نه کړهپه زړه کې پټې دې ښیرې راپسې ډیرې و

25.08.2011 جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

غزل په اشارو کوه چې شپه په پخیدو راغلهخبرې ورو کوه چې شپه په پخیدو راغلهد ښاريې شور د چوپتیا تورې جامې واغوستېپام په بنګړو کوه چې شپه په پخیدو راغله د سبا سترګه به دې سترګې کړي د خاورو خوراکغم دې د تلو کوه چې شپه په پخیدو راغله زه به دې غیږه کې للو شم د ماشوم په شانتېته الاهو کوه چې شپه په پخیدو راغله وخت بدل شوی ، دیوالونه هم غوږونه لريخیال د پښتو کوه چې شپه په پخیدو راغله جلاله یاره د سینې تر باغچې، تګ

24.08.2011 جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

غزل په غم به واوړم ، زندګي به مې شي ګرانه مه ځهدرته منت کوم د خوږ زړګي درمانه مه ځهلږه مسکۍ شه ، د همزولو د تهمته به شېزما له څنګه ګلې داسې پریشانه مه ځه که په دې تمه ځې چې ما درپسې وژړوېزما خودي ما ته معلومه ده جانانه مه ځه راغلې نه وې چې د تګ پیریانو ونیولېلږه ایساره خو شه ، ګرانې په روانه مه ځه خپله څراغ شه ، رڼاګانې په وطن وشیندهجلاله ستوریو پسې بره تر اسمانه مه ځه

24.08.2011 جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

 غزل د ګل د شونډو د پرهر ، ګلې ! که ستا بې وسي چا ته بیان کړي  په دې ښار کې څوک د چا بې وسي زما ژړا ، زما فریاد ، زما غوغا بې وسي ستا په لیمو کې نرۍ اوښکې او چوپتیا بې وسي لاس پریښودل دې د ایمان له پریښودو ګران دي خو څه د حالاتو مجبوري ده ، څه زما بې وسي زه به له تا نه یوه شپه هم جدا شوی نه وای ما که لیدلی شوه مورجانې د بابا بې وسي د یزید تورو ته یارانو یک تنها پریښودمرا ته شوه یاده  د حسین ، پر کربلا بې وسي

11.07.2011 جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

غزل لکه وږمه ، لکه اروا ، پسې راوتی یمهد ګل له پاڼو په هوا پسې راوتی یمه زه له مستۍ نه کږلیچونه د غرو نه کچ کومزه مې د خپل وجود بقا پسې راوتی یمه لمر په لویدو شو ، ستا سودا ، سودا ته پری نه ښودمسهار له کوره په سودا پسې راوتی یمه یو هم د خدای په لاره سیخ نه کړم د خدای لپارهکه په پاچا که په ملا پسې راوتی یمه ته مې پیدا کړه ، ستا په لاره دروتلی یمهله ځان نه ورک یمه ، په تا پسې راوتی یمه د ژوند په هر ګوټ پیر چې اوړم په

19.06.2011 جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

پرې دې ښودم ، ښه شوه ،چې دې شر ته لاره جوړه کړه ما باندې دې بې وخته محشر ته لاره جوړه کړه ستا مړو اسویلیو مې طوفان پر زړه راکښته کړ تا یاغي کیدو د سمندر ته لاره جوړه کړه بیا دې کوم حسین د کربلا میدان ته ولیږه؟

11.06.2011 جلال امرخېل

یو وړوکی نظم / جلال امرخېل

WH Question یو وړوکی نظم .............................................. د yes او  no ، question   بلا دې اخلم که ډیره سخته هم شي سر خوځولی شم د هو او یا د نه په نامه له ما نه دا پوښتنې هېڅ مه کوه چې کله ، چېرته ، څنګه ، ولې.....................زړه مې مه زوروه په محبت کې WH Question جانانه چا هم ځواب کړی نه دی جلال امرخېل

05.06.2011 جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

غزل په دې حالاتو کې څوک څنګه واخلي ساه ، ویده شي چې ګلابونه د لمبو په شاو خوا ویده شي زمونږ شعور شل شي چې وخت یې د شیندلو راشي زمونږ فکرونه پر  میدان د کربلا ویده شي غزل دې ستا له ګلابي سترګو نه ما ته راشي خوب مې دې درشي او په سترګو کې دې ستا ویده شي

04.06.2011 جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

غزل ستا له بنګړو سره سیالي کوي چې شور کويد زړه پرهر مې زورورو سره زور کوي شماله ! یاد مې پر زړه مه تازه کوه د هغېد ګلاب هغه زخم مه چېړه چې اور کوي زما د قام په فکر داسې بلا ناسته ده چېڅوک د کور غم نه کړي ، که غم کوي د ګور کوي تا د ګناه احساس را نه کړ ، تا خو وبخښلمخو خپل وجدان راته شېبه شېبه پیغور کوي زه تل مدام هغو یارانو دردولی یمهچې په یوه ژبه خبرې درې څلور کوي دومره غمونو خو مجنون هم و صحرا ته ویستیشاباس ل

21.05.2011 جلال امرخېل

غزل // جلال امرخېل

غزل مه خوره قسمونه ډېر پاخه په خولهنور دې هېڅ باور نه کوم زه په خوله  خوله په خوله په کلي کې خبرې دي مونږه جوړ ليدلي يو چا خوله په خوله ستا د غم سرطان به پټوم تر څو؟ راغله اخر وينه مې د زړه په خوله دا دې څه بلا راباندې کړې ده نه دې په ديدن مړېږم نه په خوله

08.05.2011 جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

غزل مخ ته دې لاس نیولی ، مخ ته دې پرده نیولې د لمر شغلو ته دې د سرو ګلو غونچه نیولې ټوپک په لاس ، خو د دښمن مرګ پسې نه شم وتی مور مې په وره کې راته خپله لوپټه نیولې د زړه درزا مې د جانان تر زړه و نه رسیدهد پرهر شور مې پر سر ټوله ښاریه نیولې په قرانونو ،

08.05.2011 جلال امرخېل

د اسامه وژنه ، د پاکستان یو بل کامیاب سیاست/ جلال امرخېل

  د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن وژل کیدل د پاکستان په ایبټ اباد کې چې د مطبوعاتو په حواله  له فوځي چاوڼۍ سره نږدې کور کې اوسیده یوه حیرانوونکي پیښه ده چې د پاکستان خارجي موقف یې ډیر زیانمن کړی دی. پاکستاني او امریکایي چارواکي دواړه په یوه خوله وايي چې پاکستان په دې اړه نه و خبر او دا عملیات د پاکستاني فوځ او ای اس ای په ناخبرۍ کې ترسره شوي دي. بلې خوا ته دا هم ویل کیږي چې د سیمې اوسیدونکو ته یو ساعت دمخه د کورونو د څراغونو د مړه کولو او له کوره د نه وتلو

04.05.2011 جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

غزل ماحول که هر څو لمبه کړی ستا کرم  هم دی راوریدلی پر ګلانو خو شبنم هم دی یوازې تا ته مې شاعر احساس سلګۍ نه وهي ګرانې پر سر باندې مې پروت د وطن غم هم دی جفا هم تا وکړه ، بې ننګه دې هم زه یاد کړمهژړا هم ته کوې ، مات کړی دې قسم  هم دی رقیب

24.04.2011 جلال امرخېل

نوی غزل / جلال امرخېل

غزل لکه چې سره تنور کې څه رنګه لمبه بلیږيداسې مې زړه کې ستا د مخ د یاد جلوه بلیږي دې تور ماښام کې دا څراغ په څه اسره بلیږي؟چې د ارمان هر یو پرهر مې ورسره بلیږي یوه ماشومه نجلۍ ناسته ده د پلار قبر ته یوه وړه شمع پر لویه هدیره بلیږي اورورکي زما د فکر دي ،

22.04.2011 جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

غزل که لاهور که رنتنبور دی که باګرام دیهر منظر په وينو سور زما د قام دی څوک له سپي سره ، سپی کيږي نه ، رقيبه!بس دی ، تا ته مې په درې لوېشتې سلام دی ستا د سپينې خولې وعده به يې سپين نه کړيزړه مې تور د تورو زلفو په الزام دی اوس چې ځان ته مئېن وايمه ، شرمېږماوس خو دا مرض په ټول کلي کې عام دی زه حيران يم ،چې ځواب يې څنګه ورکړم ؟رالېږلی له کابل نه چا سلام دی ټول زما د یو خوشال له سره روحه شه که شکسپیر دی ، ک

16.04.2011 جلال امرخېل

کندهاري ماشومه ! جلال امرخېل

کندهاري ماشومه !کندهاري ماشومه !په خوب ویده ماشومه مړ ماشومه !اته کلن شهیده !یه دجنت د باغیچو بلبله !د خدای حضور ته چې ځېنو د موسی علیسلام له سترګو پټ تیر شه یا خو دې سور په وینو سور کمیس واخله د مور په دې شلیدلې لوپټه کې پټ کړه نه چې درپام یې شي درنه پوښتنه وکړي زخمي زخمي په خپلو وینو باندې سور ولې یې؟په دې نوخېزه غوټۍ عمر کې لکه خزان وهلی ګل هسې رنځور ولې یې؟ ته لا ماشو

12.04.2011 جلال امرخېل

نوی غزل / جلال امرخېل

غزل یو جلال ، یو یې عشق ، یو جانان یو شبابیو نظر ، یو نشه ، یو ګلاب یو شراب دوه سکروټې پرتې ، پر چیلم دوه لمبېدوه جهانه مې کړل ، دوه وو شونډو خراب یادوم لکه لمونځ ، ستا خبرې وړېیادوم په یادي ، ستا د سترګو کتاب ژوند وعده ستا د خولې ، ژوند بانه ستا د تګ

09.04.2011 جلال امرخېل

نوی غزل / جلال امرخېل

غزل له زمانې سره که منډه په جرات نه کوونو له حالاتو به شکوه او شکایت نه کوو په دې خو نه ژاړم چې مړه به شوو او محوه به شووژاړم په دې چې ژوند کوو او محبت نه کوو څه د اضدادو له خواصو مو وجود جوړ شوید حرکت نارې وهو خو حرکت نه کوو پر مونږ د وخت د هر غضب باران

08.04.2011 جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

غزل په ما دې دا څنګه جادو څنګه بلا کړې ده چې د زړګي زخم مې ستا په نوم رڼا کړې ده که مې فریاد کړی دی ، ډیر مې په خپل زړه کړی دیکه شاعري مې کړې ، ډیره مې په تا کړې ده ته دې د کومې پیرزوینې احسانونه کوې ما چې ژړا کړې نو هله دې خندا کړې ده

05.04.2011 جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

غزل زمونږ فکر ، زه او ته ، ائېنه په ائېنه څومره ښه یو ، څومره ښه ، ائېنه په ائېنه ته ولاړه په حسرت ، تماشې ته وې د ځان ستا تصویر به ګرځیده، ائېنه په ائېنه زما شور کړ غرونو هم ، په یو بل باندې تاوانکاڼي هم شول  څه ناڅه ، ائېنه په ائېنه مونږ د ی

26.03.2011 جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

غزل د سيند غاړه ، مونږه دواړه ، بل څوک نه شته ژاړم ، ژاړه ، مونږه دواړه ، بل څوک نه شته له رقيب سره د سپو غوندې راټول دي خلک واړه ، مونږه دواړه ، بل څوک نه شته که ښکلا په هره ژبه کې ده ، ته يې زه دې ژباړه ، مونږه دواړه ، بل څوک نه شته د وفا د جل وهلې ، خ

11.03.2011 جلال امرخېل

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more