غزل

لارو کوڅو خو ډنډورې راپسې ډیرې وکړې
د بدنامۍ یې نغارې راپسې ډیرې وکړې

موږ ځان په خپله په ویدو وهلی نه پاڅیږو
که نه وختونو خو نارې راپسې ډیرې وکړې

په پریوتو کې دې تکیه راباندې و نه کړله
په ګډیدو کې دې پیرې راپسې ډیرې وکړې

زه چې له کوره په سفر د ژوند او مرګ راوتم
چا له بلۍ نه اشارې راپسې ډیرې وکړې

په خوله دې وبخښلم ، هیڅ ګیله دې هم و نه کړه
په زړه کې پټې دې ښیرې راپسې ډیرې وکړې

غم دې غوښتل چې لیونی مې کړي خو نه یې کړمه
دې ماشومانو خو  نخرې راپسې ډیرې وکړې

کله دې هم په زړه شوه تیره خوبولې لیلو ؟
چې جلالو مې شوګیرې راپسې ډیرې وکړې

جلال امرخېل